د لاس رسي وړ اتصالات

په غور کی په احتجاجي مظاهرو کی مرگ ژوبله شوې ده


نن د پنجشنبې په ورځ د غور په ولایت کی د خلکو د احتجاجي مظاهرو په وخت چی د یوه امریکایی عسکر په مقابل کی یې چی په عراق کی یې په قرآن شریف باندی ډزي کړی وې، د ناتو یو عسکر او دوه ملکي افغانان ووژل سول؛ او لږ تر لږه یو زر خلک راغونډ سوي وو چی مظاهرې په شخړو او جگړو بدلي سوې.

مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتل او خیمو ته یې اور واچاوه. افغان پولیسو په خلکو باندی ډزي وکړې، دوه تنه یې په کی ووژل او څو تنه نور یې زخمیان کړل.

په افغانستان کی د ناتو قواوي وایی چی دا نه ده ورته معلومه چی د ناتو عسکر څنگه په دې وخت کی ووژل سو.

د امریکا جمهور رئیس جورج بوش په دې هفته کی د عراق د صدر اعظم نوري المالکي نه له دې کبله معافي وغوښته چی یوه امریکایي عسکر قرآن شریف د خپل توپک د نښان د پخولو د پاره په نښه کړی و.

د امریکا اردو وایی چی دغه عسکر د عراق نه ایستل سوی دی او انضباطی سزا به ورکړه سی.

XS
SM
MD
LG