د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې جمهوررئیس چین ته تللی دی


د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف چین ته ددوو ورځو په سفر تللی او په تجارتي او بین المللي مسئلو باندی به خبري وکړی . ټاکل شوې هغه نن د جمعې په ورځ د چین د جمهوررئیس هو ژین تاو سره وگوری . ددواړو هیوادو چارواکي وایی چی دوی توقع لری دواړه مشران به د ستراتیژیکي انډیوالۍ په باب یو تړون لاسلیک کړی .

ټاکل سوې میدویدیف به د چین د صدراعظم وین ژای باو سره هم وگوری او د پیکینگ په پوهنتون کی به وینا وکړی . روسیه او چین په داسی حال کی چی په بین المللي چارو کی د امریکا د نفوذ او تسلط کمیدل غواړی ، کوشش کوی په خپل منځ کی سیاسي اړیکي پیاوړي کړی دغه دواړه ملکونه د ایران ، د کاسوو د خپلواکۍ او د امریکا د توغوندیو ددفاع د پلانونو په باب یو بل ته ورته دریځونه لری . کریملین دغه راز چین د روسیې د تیلو او طبیعي گاز د سترو ذخیرو د پاره ښه مارکیټ هم بولی .

XS
SM
MD
LG