د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د حاکم گوند او مشرف تر منځ اختلافات زیات شوي دي


د پاکستان د حاکم گوند مشر آصف علی زرداري وایی چی خلکو په ده باندی ډیر زیات فشار اچولی چی جمهوررئیس پرویز مشرف باید د خپل کار نه لیری کړای سی . هغه پرون د پریس ټرسټ آف انډیا خبري آژانس سره په مرکه کی جمهوررئیس مشرف د تیر وخت سړی وباله .

هغه وویل چی د جمهوررئیس هغي فیصلې چی د پوځ د لوی درستیز د چوکۍ نه یې استعفی وکړه د هغه مشرتابه نه سی قانوني کولای . زرداري چی د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشري کوي وایی چی دی د اساسي قانون په یوې مسودې باندی کار کوی چی په کی به دا موضوع هم شامله وی چی جمهوررئیس به دا صلاحیت نه لری چی پارلمان دی منحل او صدراعظم دی برطرفه کړی . په اساسي قانون کی تعدیل راوستل د پارلمان په درو کی ددوو برخو وکیلانو موافقه غواړی .

XS
SM
MD
LG