د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د زلزلې د قربانیانو شمیر ٦٠ زرو ته رسیدلی


د چین صدراعظم وین جیاباو وايي، د چین په جنوب لویدیځ کې د تیرې هفتې د زلزلې له آمله د مړو شمیر له ٦٠ زرو څخه اوښتی او ددې وېره شته چې د تلفاتو شمیر تر ٨٠ زرو پورې ورسیږي.

وین جیاباو د تلفاتو نوې شمیرې په یوې غونډې کې په داسې حال کې اعلان کړې چې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون چین ته ورغلی. ښاغلی کیمون د سیچوان ولایت زلزله ځپلي سیمې گوري. تر دې مخکې، د چین مقاماتو ویلي وو، د زلزلې له آمله ٥٥ زره خلک وژل شوي او ٢٥ زره نور لادرکه دي.

د جمعې په ورځ د چین مطبوعاتو خبر ورکړ چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره ملگرو ملتونو د اته میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG