د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان حاکم گوند داساسای قانون د تعدیلولو پلان بشپړ وی


دپاکستان مهم حاکم گوند نن دشنبی په ورځ په هغو پلانونو باندی لاس پوری کړیدی چې غواړی دجمهوررئیس پرویزمشرف قدرت کم کړی . دپاکستان پیلپزپارټی غونډه کوی چې غو اړی په هغه دوه شپیته فقریزه پلان باندی خبری وکړی چې هدف ورنه دهیواد دپخوانی اساسی قانون بیرته نافذکول دی.

دگوند مشراصف علی زرداری پرون دجمعی په ورځ وویل، دغه تعدیلونه به دهغو قاضیانو په بیرته مقررولو کې مرسته وکړی چې جمهوررئیس پرویزمشرف داضطراری حالت په وخت کې برطرف کړی وو. ښاغلې زرداری وویل، توقع ده چې دغه پلان ډیر ژر پارلمان ته وړاندی شی .

په اساسی قانون کې دتعدیل راوستلو لپاره دپارلمان له درو نه دوبرخو ته ضرورت دی . ښاغلې زرداری ددی هفتی په سر کې دهندخبری اژانس ‏(‎پرس ټرسټ او اف اینډیا ‏‏)‎ ته وویل، په هغه باندی دخلکو له خوا نه ډیر زیات فشار دی چې غواړی جمهوررئیس مشرف دی له قدرت نه ایسته کړی شی.

XS
SM
MD
LG