د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په چاودنونکې پولیس او ملکیان وژل شویدي


په صوبه سرحد کې پولیسان وائې،دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دپولیسو صاحب منصب او دهغه موټروان وژل شویدی. پولیسان وائې، دغه چاودنه نن دشبی په ورځ پیښورته نژدی په یوه سرک باندی وشوه .

دی ته ورته په یوه جدا حمله کې چې له پیښورنه دومره لیری نه وه ، یو ملکی تن ووژل شو او دری نور زخمیان شول . له بل پلوه ماموران وائې، دشمالی وزیرستان دسیمی اوسیدونکو دیوافغان مړی پیدا کړیدی چې افراطیانو ورباندی داتورلگولی دی چې هغه امریکا ته جاسوسی کوله .

دمړی سره یولیک ایښی وچې دا خبرداری پکی ورکړل شویدی چې که څوک ولیدل شی چې دامریکاسره مرسته کوی نوهغوی به دی ته په ورته سرنوشت اخته شی . پرون دجمعی په ورځ کراچی کې دپخوانی صدراعظم نوازشریف دسیاسی گوند یولوړ رتبه غړی وژل شوی و.

پولیسان وائې،دسند په صوبه کې دمسلم لیگ درئیس په مرستیال طارق خان باندی وسله والو کسانو په داسی وخت کې ډزی وکړی چې هغه کورته په موټر کې روان و.

XS
SM
MD
LG