د نړۍ پنځوس هېوادونو په رنگون کې د بسپنى دورکولو ېوکنفرانس جوړ کړېدى چې په دې باندى خبرى وکړى چې د برما له هغو برخو سره مرسته وکړى چې د نرگس په نامه توپان وېجاړې کړېدى.
دغه مجلس نن دېکشنبى په ورځ وروسته له هغه نه پېل شوېدى چې د ملگرو ملتونو سر منشى بان کېمون له چېن نه راورسېده.
هغه په چېن کې دهغو ځاېونو کتلو ته تللى و چې د مې په دولسمه نېټه باندى ېوې قوى زلزلى سخت ځپلى دى.
په رنگون کې د بسپنه ورکوونکېو هېوادونو استاځو ووېل دوى غواړى چې د برمانظامى حکومت په خپله هغه ژمنه باندى ودرېږى چې وېل ېې د ژغورنى بهرنى کارگران به پرېږدى چې برماته ورشى.
د جمعى په ورځ ښاغلى بان ووېل د برما ېو لوړ پوړه مشر په دې موافقه وکړه چې د مرستو او ژغورنى بهرنى کارگران برماته ور پرېږدى چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړى.
د برما نظامى حکؤمت پخوا له دېنه انکار کړى و چې دمرستو ډېرو کارگرانوته اجازه ورکړى چې برماته ورشى او هلته د مرستو او ژغورنى په کارونو کې برخه واخلى.
د نن ورځى د مرستو را غونډولو مجلس دملگرو ملتونو په مرسته او د اېسېن د هېواودنو د ډلې له خوانه جوړېږى. برما وېلى دى چې دوى په دې لړکې ېوولس بلېونه ډالره غواړى.