د لاس رسي وړ اتصالات

په کشمیر کی د پاکستان په ملاتړ مظاهره


د شنبې په ورځ د پاکستان په ملاتړ د یوی جدایی غوښتونکی ډلی د اعتصاب له امله چی کشمیر ته د هند د جمهور رئیسې د سفر په ضد تنظیم شوی و، په هندی کشمیر کی د ورځني ژوند کارو بار په ټپه ودراوه.

مظاهره کونکو د سرینگر په سړکونو باندی پر پوځي عسکرو چی دهغوی د مخنیوی په مقصد هلته گمارل شوی و د ډبرو گزارونه کول.

پولیس او ملیشه قواوو دا سیمه په غور څارله او پر سړکونو باندی یی امنیتی پوستې هم لگولې وی، په ښار کی اکثر دوکانونه تجارتي موسسی اوښونځي بند پراته و.

دا مظاهره د حزب ال مجاهدین په نوم د ډلی له خوا چی په کشمیر باندی د هند و لکه غندي او پر ضد یی مبارزه کوی را بلل شوی وه.

بل پلو، هندی مامورین وایی د راجستان په لویدیځ ایالت کی دپولیسو او گوجر د قوم تر منځ نښتو کی چی د خپلی سیمی په منابعو کی شریکه برخه غواړی اوه دیرش تنه وژل شوی دی.

مامورین وایی د مړو شمیر هغه وخت زیات شو چی پولیسو پر غضبناکو مظاهره کونکو باندی ډزی پیل کړی.

دوی د راجستان په څو څو کلیو کی په مظاهرو پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG