د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او  کلنتن په پورتوریکو کی خپل انتخاباتي کمپاین کوي


امریکایی سناتوران، برک اوباما او هلري کلنتن په پورتوریکو کی خپل انتخاباتي کمپاین کوي چی ټاکل شوی هلته گوندي انتخابات په راتلونکی یکشنبې تر سره شي.

دیموکرات کاندید برک اوباما چی اوس تر میرمن هلري کلنتن مخې ته دی د جنگ په میدان کی د عسکرو پر اندیښنو اوستونزو خبری وکړی او وروسته یی د کمینیاتا په نوم د یو سیاسي رسم گذشت مشري هم په غاړه واخیسته.

هغه د کربین د ټاپووزمې په غټ ښار دسان هوان پر سړکونو باندی د هسپانوی الاصله امریکاییانو سره خبری وکړی او د هغوی د رایو د را جلبولو په لټه کې یی کمپاین ته دوام ورکاوه.

XS
SM
MD
LG