د لاس رسي وړ اتصالات

څه ډول کیدای شي یو کمزورۍ هیواد د ناکامیدو نه وژغورل شي؟


ځیني پوهان په دې نظر دي چې عاجله مداخله او دپلوماتیکي هڅې باید وشي خو منتقدین وایي چې دا کار کیدای شي د استبدادي حکومتونو سره مرسته کړې.

د نابلوس د ښار په دې مرکزي برخه کې چې د وسله والو او مجرمینو مرکز بلل کیږي، پولیسو عمومي لار بنده کړې ده. خو تر څو میاشتې وړاندې پوري په دې ځای کې پولیس نه تر سترگو کیدل.

اوس وضعه بدله شوي ده. جمهور رئیس محمود عباس، د امریکا او نورو هیوادونو په مالي مرسته وکولی شول چې د نابلوس ښار ته پنځه سوه پولیس ولیږلي.

سمهر عبدو د پولیسو د یوې قطعې مشر دی. دا وایي ”اوس وسله وال فکر کوي چې د امنیتي ارگانونه بیرته فعاله کیږي او غواړي په ډیر قوت سره خپل ځان مطرح کړې. اوس کوشش کوي چې ملگرتیا وکړې او که ملگرتیا ونکړې نو بندیخانې ته به ځي."

پاولین بیکر د سولې د یو غیر دولتي صندوق مشره ده. دغه اداره هر کال د ناکامو هیوداونو یو لست خپروي چې علتونه او د حل لاري یې هم په گوته کوي. دا وایي د نابلوس په څیر هڅي واقعاً د ثبات په راوستو کې گټوري وي.

هغه وایی: ”که موږ په دې هیوادونو کې د پوځي مداخلې پر ځای، له دپلوماتیکو، اقتصادي او په خاصه توگه د قانون د حاکمیت د ټینگولو له لاري هلي ځلي وکړو، په اکثرو هیوادونو کې مونږ د شخړو مخنیوی کولی شو."

څه موده وړاندي استرالیا ختیځ تیمور ته د شخړو د مخنیوي لپاره عسکر ولیږل. په همدې اړه د ملگرو ملتونو د سوله ساتنې د ادارې چارواکې جین لیوټ وایي د ښکیلو ډلو د بیلولو له پاره بهرني قوت ته اړتیا وي.

جین لیوټ وایي: ”کله نا کله نړیواله ټولنه باید د هغو خلکو او رهبرانو ترمنځ داسي شرایط رامنځ ته کړې چې په سختو جگړو او مرگ ژوبلې کې ښکیل وي، ترڅو هغوی بیا د جگړې او بربادۍ عامل نه شي."

همدارنگه په کوسوو کې هم د خلکو د ارامولو له پاره د اقتصادي مرستو نه کار اخیستل کیږي چې اوس هم لا د بیاودانۍ هلي ځلي کوي.

د کانگرس غړی ایدم سمت وایي دا ډول پروژې د نړی د ثبات له پاره د یو ستر گواښ یعنې د بدایه او بې وزله هیوادونو تر منځ اقتصادي ناموازنه له منځه وړي.

سمت وایي: ”زمونږ په دې نړې کې دا وخت دوه اشاریه اوو میلیارده انسانان د ورځې د دوو دالرو عاید ژوند کوي. دا واقعاً یو غیر بشري تقسیم دی چې د بډایه او بې وزلانو ترمنځ موجود دی."

خو بیا هم د زمبابوې په څیر په کمزوري هیواد کې نړیواله ټولنه د حکومت مرسته نه کوي. د خوراکي موادو د کمي له امله د خلکو ترمنځ جگړې پیل شوي دي.

که څه هم امریکا د زمبابوې سره د دریو میلیونه ډالرو معادل غذایي مرسته کړې خو په عین حال کې یې پر هغه هیواد باندي د بشري حقوقو د نه مراعاتولو او د قانون د حاکمیت د نشتوالي له امله اقتصادي بندیزونه هم لگولي دي.

د زمبابوې په څیر هیوادونو سره د مرستې په اړه اکثراً نړیواله ټولنه د ډیر څه کولو نه بښنه غواړي.

XS
SM
MD
LG