د لاس رسي وړ اتصالات

په سلگونو افغانانو  یو ځل بیا په مظاهرو لاس پوري کړی دی


په سلگونو افغانانو په عراق کې د امریکايی عسکر له لوري په قران مجید د ډزو د پیښې خلاف یو ځل بیا په مظاهرو لاس پوري کړی دی.

نن د دوشنبې په ورځ د مزار شریف په ښار کې مظاهره کوونکو د امریکا پرخلاف شعارونه ورکړل او د جمهور رئیس جورج بش گوډاگي ته یی اور واچوو.

مظاهره کوونکو د مسلمانانو د مقدس کتاب بې حرمتي او د اسلام د سپکاوي کلکه غندنه وکړه. تیره اونۍ د غور په ولایت کې په ورته مظاهره کې د ناټو یو عسکر او دوه ملکي افغانان وژل شوي وو.

د مظاهره کوونکو د شړلو لپاره د افغان پولیس په ځوابي ډزو کې دوه تنه مظاهره کوونکي هم وژل شوي وو.

هغه امریکایي عسکر چې په قران یې ډزې کړې وي، بیرته امریکا ته استول شوی دی او د امریکا پوځ او جمهور رئیس ددې پیښې بښنه غوښتې ده.

XS
SM
MD
LG