د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: وسلواله کسانو په شیعه مسلمانانو ډزې کړې او پنځه تنه یې وژلي دي


پاکستاني چارواکي وایي د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې وسلواله کسانو په شیعه مسلمانانو ډزې کړې او پنځه تنه یې وژلي دي.

چارواکي زیاته وي دغه پیښه د صویه سرحد د ډیره اسماعیل خان په ښار کې وشوه او یو پولیس او دری شیعه مسلمانان په کې ووژل شول.

وسله وال په موټرسایکل سپاره ول او په خلکو یې ډزې وکړې. پولیس د وسله والو کسانو د نیولو د هڅې په مهال ووژل شو.

د پاکستان اکثریت وگړي سني مسلمانان دي او د هیواد د ټول نفوس چې یو سل او پپیته میلیونه دی په سل کې یوازي شل شیعگان دي.

د ١٩٨٠ یم راپدیخوا د شیعگانو او سنیانو ترمنځ مذهبي تاوتریخوالی پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG