د لاس رسي وړ اتصالات

خیریه ټولنې د برما هغه ژمنه آزمویي چې ویلي یې دي طوفان ځپلو سیمو ته مرستي مني


خیریه ټولنو اعلان کړی چې نن به د برما طوفان ځپلو سیمو ته د مرستو رسوونکې ډلې ولیږي، تر څو معلومه شي چې آیا د برما نظامي حکومت پر خپله هغه ژمنه ولاړ دی چې ویلي یې وو ټولو خیریه کارکوونکو ته هغه ملک ته د ورتلو اجازه ورکوي.

ملگري ملتونه وايي، په ځپل شویو سیمو کې له طوفان درې هفتې وروسته هم له څلورو نه درې برخې خلک د مرستو په انتظار ناست دي.

د نرگس په نامه پدغه موسمي طوفان کې شاوو خوا ١٣۴ زره کسه مړه یا لادرکه شول. له دوه میلیونو نه زیات خلک د څښاک د پاکو اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو له نشتوالي سره مخ دي.

ملگري ملتونه وايي، دوی تمه لري چې د برما پوځي حکومت پر خپله ژمنه ودریږي او ټولو خیریه کارکوونکو ته هغه ملک ته د ورتلو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG