د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په طاېفه ئي برېد کې پنځه تنه ووژل شول


د پاکستان په طاېفه ئي برېد کې پنځه تنه ووژل شول د پاکستان چارواکى وايي چې ټوپک والاو د پاکستان په شمال لوېدېځه سېمه کې پر شېعه گانو باندى په حمله کې پنځه کسان وژلى دى.

دپاکستان چارواکى وايي چې لږتر لږه ېو پولېس او درى تنه نور شېعه گان نن ددوشنبى په ورځ په ډېره اسمعېل خان کې په صوبه سرحد کې ووژل شول.

رپوټ وايي ټوپک والاو له روان موټر ساېکل نه په خپلو قربانېانو باندى چې په موټر کې سواره ول ډزې وکړى.

پولېس په داسى وخت کې ووژل شو چې په برېدکوونکېو پسى روان و. په ېوه بل برېد کې چې گومان کېږى هغه هم د طاېفه ئې د ښمنېو په نتېجه کې منځته راغلى په ډېره اسمعېل خان کې ېې ددى مېاشتى په سر کې درى تنه شېعه گان ووژل.

رپوټ وايي چې زېاتره پاکستان سنى مسلمانان دى، خو په پاکستان کې شل فېصده شېعه گان هم اوسېږى. د پاکستان نفوس ١٦٠ ملېونه دى. رپوټ وايي په عمومى ډول سنېان او شېعه گان په سوله کې سره ژوند کوى.

خو د ١٩٨٠ له لسېزې راهېسى ددواړو خواو افراطېانو ېو پر بل باندى حملى کړېى او طآېفه مرگ ژوبله ېې منځته راوستى ده.

XS
SM
MD
LG