د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ښځو ځان وژنه زیاته شوېده


ازادي یوه د هغو وعدونه وه چې د امریکا په مشري ائتلافي قواوو په یو د پاڅه دوه زرم کال کې په افغانستان باندې د حملې په وخت ددې هیواد ښځو ته ورکړې وه.

د افغانستان د حکومت مامورین ادعا لري چې د دوو ملیونو په شاو خوا ښځې او نجونې چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې ښونځیو ته له تگ نه محروم شوي وو، اوس په ښوونه او رزونه بوختې دي.

خو د لویدیزې نړۍ د هڅو سره سره بیا هم افغاني ښځې وايي ددوی په ژوند کې کافي ښه والی نه تر سترگو کیږي.

ددوی ډیرشمیر د فزیکي، جنسي او روحي تیریو نه د ځان د خلاصولو لپاره دځان په سوځولو ځانونه وژني.

یوه ١٥ کلنه نجلۍ په داسې حال کې چې سخته سوځیدلې وه او په سختۍ ساه ایستله د کابل په یوه روغتون کې بستري ده. د سوځیدنو د څانگې یو جراح ډاکټر سرواني سحاب وايي دا ډول قضیې په افغاني ځوانو نجونو کې اوس ډیرې تر سترگو کیږي.

سرواني وايي: "په افغانستان کې هغه ځوانې نجونې چې د ١٨ او ٣٥ کلونو تر منځ عمر لري ځانونه ډیر سوځوي. دا نجلۍ د کندهار په ولایت کې اوسیږي او داسې ادعا لري چې د لاټین په واسطه سوځیدلې ده خو ډاکتران داسې نظر لري چې دا په حقیقت کې د ځان وژنې یوه ناکامه هڅه وه. د نجلۍ د ژوندي پاتې کیدلو چانس پنځوس په سلو کې دی."

داسې پېښېل اوس په افغانستان کې ډیرې عامې شوي دي. د افغاني ښځو د حقوقو یوه مدافعه ټولنه وايي پرو سږکال په ملک کې د ٥٠٠ په شاوخو د ځان وژنې پېښې ثبتې شوي دي چې په دوی کې ښځو غوښتي دي چې د اجباري ودونو، مینځېتوب او جنسي تیریو په سبب ځانونه ووژني.

هغه ښځې چې ددغو هڅو نه ژوندي پاتې شوي دي پخپله ځانونوته د اعدام سزا ورکړېده. هغه معیوبې نجونې چې د روغتون ددغې څانگې نه رخصتیږي خپلو کورنیو ته د شرم اړولو په سبب خپلو کورونو ته نه شي ورستنیدلې.

دوی د ژوند تر پایه پورې مجبوره دي چې په سړکونو وگرځي او که چیرې کومه یوه یې نیکمرغه وي نو د ځان لپاره کوم خوندی کور پیدا کولی شي. ځنې ښځې داسې هم دي چې کافي جرئت لري او د ټولنې د غضب زغم کولی شي او د ځان وژنې د هڅې قربانیانو سره مرستې ته دانگي خو دوی ډیر ځله خپل ژوند په خطر اچوي.

سیاسي فعاله ملالۍ جویا یوه د دغو ښځو ده. دې ومنله چې د امریکا غږ سره خبرې وکړي. جویا په ٢٠٠٥ کال کې د افغانستان پارلمان ته انتخاب شوه خو وروسته ددغه پارلمان نه ویستل شوه. دې وویل هغه د خپلې عقیدې او نظر په سبب له پارلمان نه ویستل شوه.

د ملالۍ جویا کلک امنیت ساتل کیږي. هغه د څلورو حملو نه بچ شوېده چې د هغې د وژنې لپاره شویدي او علت یې هم دا ؤ چې هغه غواړي د ښځو حقوق خوندي شي.

ملالۍ جویا وايي: "ښځې په ډیرو مواردو کې په دې سبب ځانونه وژني چې دوی مرگ ته پردې ژوند ترجیح ورکوي. زه داسې کلمات نه شم پیدا کولې چې په هغو سره د خپلې غصې بیان وکړی شم. مگر د هغې کارونو څه اغیزې هم کړي دي."

راضیه ددې قربانیانو له ډلې نه ده. راضیه د ځان وژنې د یوې ناکامې هڅې قرباني ده، خو هغې وکړی شو خپله ازادي لاس ته راوړي.

راضه وايي چې په خپل کلي کې یو جنگسالار هغې ته گواښ وکړ چې که چیرې خپله ١٣ کلنه لور ورنه کړي نو وبه یې وژني.

هغه د جنگ د یوې کونډې په حیث داسې کوم څوک نه لاره چې حمایت یې وکړی. نو یې تصمیم ونیو چې ځان ووژني او کومه یتیم خانه به د هغې د ماشومانو غم وکړي. مگر په دې هڅه کې دا ژوندۍ پاتې شوه.

د ښځو یوې ډلې هغې او د هغې کورنۍ ته یو محفوظ کور وموند. راضیه وايي: اکت... په هغه لحظه کې مړه ومه خوخدای پاک ماته یو ځل بیا ژوند وباخښه.

خو د افغانستان د حکومت مامورین وايي چې اوس افغاني میرمنې د طالبانو په تله د عمل ازادي لري او د ژوند فرصتونه ورته مهیا دي. دوی وايي چې د دوو ملیونو په شاوخوا ښځې او نجونې د تحصیل امکانات لري.

د ښځو ښوونه او روزنه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ممنوع شوې وه. خو د ښځو د حقوقو یوه فعاله پلوشه حسن وايي د ښځود پاره ډیر څه نه دي شوي. خو وايي چې خلک باید بې زړه نه شي.

پلوشه وايي: "مونږ داسې نه شو کولې چې اوسنی فرصت له لاسه ورکړو او صرف داسې ووایو چې په افغانستان کې څه نه شی کیدلای او بس دا بهانه راوړو چې افغاني ټولنه یوه سنتي ټولنه ده.

باید حتماً له یوه ځایه پیل وکړو. مونږ باید له دغه فرصت نه گټه واخلو. د ښځو په وړاندې له زورزیاتي نه کار اخیستل په جنوبي اسیا او عربي ټولنو کې یوه ستونزه ده او ځنې ښځې غواړي د ځان د خلاصون لپاره ځانونه ووژني."

د طالبانو د رژیم په نسکوریدلو سره خلکو تمه لرله چې دغه حالت بدلون مومي ‏خو ډیر شمیر ښځې دې ته انتظار باسې چې دغه حالت به کله بدلیږي.

XS
SM
MD
LG