د لاس رسي وړ اتصالات

I A E A: اېران د خپل اټومى پروگرام په برخه کې ډېر معلومات پټ ساتلى دى


د ملگرو ملتونو اټومى اداره وايى دوى په دې کې سخته اندېښنه لرى چى اېران لکه چې دخپل اټومى پروگرام په برخه کې له دوى نه ډېر مهم معلومات پټ ساتلى دى.

په ېوه نوي رپوټ کې، د ملگرو ملتونو دا ټوم اېنرژى د څارنى موسسه وايي اېران دوى په ته په کافى اندازه بېلگى او شواهد ندى وړاندى کړى چې دلوېدېځوالو هغه تورونه رد کاندى چې وايي اېران د اټومى وسلو په جوړولو لگېادى.

په رپوټ کې دا هم وېل شوېدى چې اېران دملگرو ملتونو له غوښتنو نه سرغړونو ته ادامه ورکوى او د خپلو ېورانېمو غنى کول نه ځنډوى که څه هم د ملگرو ملتونو دامنېت د شورى بندېزونه پرې درې ځلى لگېدلى دى.

د ملگرو ملتونو اداره وايي پکارده چې اېران دخپلو چاودونکېو موادو او دهغو دازموېنو، او توغندېو په برخه کې نور معلومات برابر کاندى.

د لوېدېځ د استخباراتوا ادارې دا گومان کوى چې داېران دا فعالېتونه د هغوى د بم جوړونى د کارونو ېوه برخه ده. خو اېران وايى چې داتورونه بې بنېاده دى.

د اېران استاځى على اصغر سلطانى چې د ملگرو ملتونو داټومى ادارې سره سرو کار لرى، وايى د ارپوټ دا ثابتوى چې اېران په سوله ئېزو اټومى چار و بوخت دى.

خو د ملگرو ملتونو دا ټومى اېنرژى په اداره کې د امرېکا استاځى جورج شولټې وايي په دې رپوټ کې دا خبره په تفصېل سره ښودل شوېده چې اېران به د ډېرو خبرو په برخه کې وضاحت ورکړى.

د اروپا استاځى هم پرا ېران نېوکه کوى چې دملگرو ملتونو اټومى مفتشاتوپوښتنو ته ېې په کافى اندازه ځوابونه ندى وېلى.

د غه رپوټونه وايي چې اېران د نتانز په اټومى بټى کې د ٣٥ سوه لمبر سنټر فېوج د ېورانېمو د غنى کولو لپاره استعمالوى او اوس د فبرورى د مېاشتى په پرتله پنځه سوه نور سنټر فېوجونه لرى.

رپوټ دا هم وايي چې د ېورانېمو غنى کول د اټومى بم په جوړولو کې ېو ډېر مهم عنصر بلل کېږى.

XS
SM
MD
LG