د لاس رسي وړ اتصالات

د برما پوځي رهبرانو د هغه ملک د دیموکراتیکي رهبرې ‏د بند موده نوره هم غځولې


د برما پوځي رهبرانو د هغه ملک د دیموکراتیکي رهبرې ‏(‎آنسن سوکي‏)‎ د بند موده نوره هم غځولې او د هغې د سیاسي گوند له لسو زیات غړي یې نیولي دي.

د برما څو تنه چارواکي نن ددې لپاره د نوبل د جایزې گټونکي میرمن ‏(‎آنسن سوکي‏)‎ کور ته ورغلل چې هغې ته د بند د مودې د اوږدېدو خبر ورکړي.

دا نده معلومه چې د بند موده د شپږو میاشتو لپاره اوږده شوې او که د یوه کال لپاره. د میرمن آنسن سوکي د بند موده په داسې حال کې وغځول شوه چې د هغې د بند پخوانۍ موده نن شپه پای ته رسیده.

د برما دغه ٦٢ کلنه د حکومت د مخالف گوند رهبره د ٢٠٠٣ کال د مئ راهیسې په مسلسل ډول په خپل کور کې نظر بنده ده.

همدارنگه په تیرو اتلسو کلونو کې د ١٢ کلونو لپاره هغه په خپل کور کې بندي وه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پدې کله په برما کې د سیاسي آزادئ پر وضع اندېښنه څرگنده کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، د برما حکومت له میرمن آنسن سوکي سره د خبرو د پیلولو یوه بله موقع له لاسه ورکړه.

هغه وویل، د میرمن آنسن سوکي په کور کې د نظربندئ دوام به د برما طوفان ځپلو ته د امریکا پر مرستو اغېزه ونکړي.

XS
SM
MD
LG