د لاس رسي وړ اتصالات

خیریه ټولنې د برما هغه ژمنه آزمويي چې وايي مرستو ته اجازه ورکوي


د خوراکي موادو د نړیوال پروگرام یو چارواکی وایی، د برما حکومت څو تنو خیریه کارکوونکو ته اجازه ورکړې چې طوفان ځپلو سیمو ته ورشي.

دغه چارواکی وايي، خیریه کارکوونکو په هغو سیمو کې داسې خلک لیدلي چې له څو روځو راهیسې یې ډوډئ نه وه خوړلې.

د خوراکي موادو د نړیوال پروگرام مسوول، پاول ریسلي، نن په بنکاک کې خبریالانو ته وویل چې برما د دوشنبې په ورځ د دوی اووه کارکوونکو ته ویزې ورکړي دي.

هغه وویل که څه هم دا ډیر لږ شمیر دی، خو دا یې یو ښه پیل وگاڼه. د خوراکي موادو نړیوال پروگرام وايي، له هغه راهیسې چې د نرگس په نامه یوه موسمي طوفان د برما زراعتي ‏ځمکې وځپلې، دوې نږدې نیم میلیون طوفان ځپلو انسانانو ته عاجلې خوراکي مرستې رسولي دي، خو چارواکي وايي، لا تر اوسه ډیر خلک مرستو ته اړتیا لري.

درې هفتې مخکې د برما زراعتي سیمه د نرگس په نامه یوه موسمي طوفان وځپله چې له آمله یې ١٣۴ زره خلک مړه یا لادرکه شول.

که څه هم ملگري ملتونه وايي، له څلورو نه درې برخې طوفان ځپلي د مرستو په تمه ناست دي، خو د برما حکومت وايي، د عاجلو مرستو لړۍ پای ته رسېدلې، او د بیارغاونې لپاره یې ١١ میلیارد ډالره غوښتي دي.

د رویټر آژانس د خبر لمخې، د ایراوادي په سیمه کې د طوفان ځپلو خلکو کتارونه لیدل کیږي چې د خوراکي موادو په تمه دي او له خلکو څخه خیر غواړي، خو امنیتي مؤظفین هغه خلک له خیر ورکولو څخه منع کوي چې دغې سیمې ته ورځي.

XS
SM
MD
LG