د لاس رسي وړ اتصالات

په نیپال کې شاهي نظام پای ته رسیږي


په داسې حال کې چې نیپال له شاهي نظام څخه یوه جمهوري نظام ته د بدلیدلو په حال کې دی، د هغه ملک په پایتخت کټمانډو کې په یوې چاودنې کې یو کس وژل شوی دی.

پولیس وايي، چاودنه نن د سه شنبې په ورځ په یوه پارک کې له هغه څو ساعته وروسته وشوه چې په نیپال کې یوې ځانگړي جرگې په کار پیل وکړ او پدې ډول په هغه ملک کې د ٢٣٩ کلونو زوړ شاهي نظام پای ته ورسید.

د اساسي قانون دغه جرگې نن په پایتخت کټمانډو کې د وفادارئ سوگند یاد کړ. په پام کې ده چې دغه جرگه به د چهارشنبې په ورځ په خپله لومړنۍ غونډه کې په رسمي توگه په نیپال کې شاهي نظام پای ته ورسوي او یو جمهوري حکومت به اعلان کړي.

دغه جرگه همدارنگه مسوولیت لري چې د نوي اساسي قانون مسوده جوړه کړي. دغه اقدامات د هغو هڅو برخه ده چې په نیپال کې د تیرې یوې لسیزې کورنۍ جگړې د پای ته رسولو په نیت پیل شوي دي.

همدارنگه، نن د نیپال درې مهمو سیاسي گوندونو موافقه وکړه چې په ملک کې د پاچا پر ځای به جمهور رئیس ټاکي. دا لا نده معلومه چې جمهور رئیس به کوم صلاحیتونه ولري.

XS
SM
MD
LG