د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان حکومت د پاریس غونډی ته باید رښتیني واقعیتونه وړاندې کړي'


د افغانستان د حکومت مخالفې ډلې یا ملي جبهې نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان حکومت دی پاریس غونډی ته رښتیني واقعیتونه وړاندې کړي.

د جبهې ویاند، سید اقا فاضل سانچارکي، وویل چې دغه هیواد دا مهال ګڼو جدي ستونزو سره مخ دی باید نړیواله ټولنه ددغو جدي ستونزو په لرې کولو کې ګړندي ګامونه واخلي، او یوازی د مرستو ډیروالی ددی هیواد په ګټه ندی.

ویاند هغه رپورټونه هم رد کړل چې ګوندی دغه جبهه سره وېشل شوې. هغه وویل د راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو ته د دوی دجبهې کاندید لا ندی معلوم خو په یوه منشور کار کوي.

سانچارکي خبریالانو ته وویل په پاکستان کې د طالبانو او د هغه هیواد دحکومت ترمنځ د سولې د تړونونه د هغوی خپل حق دی خو دا چې د طالبانو ویاندویانو ویلي چی دوی به په افغانستان کې د کفر په وړاندې جهاد کوي دا خبره د اندیښنې وړ ده.

هغه زیاته کړه د افغانستان حکومت دی له نړیوالې ټولنې سره یو ځای دی مسلې ته سمه او معقوله د حل لاره ولټوي.

XS
SM
MD
LG