د لاس رسي وړ اتصالات

د چېن حکومت کوښښ کوی چه د بندونو د ړنگېدلو مخه ونېسی


د چېن حکومت اوس ډېر کوښښ کوی چه دهغو بندونو د ړنگېدلو مخه ونېسی چه په زلزله کی ورته نقصان رسېدلی دی.

په لس هاو زره خلک ېې په کار اچولی دی او په مېلونونو ډلر خرڅوی.

پرون ېې د هغو بندونو د ترمېمولو لپاره تقرېبا اوه وېشت مېلونه ډالر اختصاص کړل چه دسېشوان ولاېت په زلزله کی ورته خورا سخت تاوان اوښتلی دی او د شاو خوا کلی ېې د سېلابونو د خطر سره مخامخ کړی دی.

د چېن رسمی خبری اژانس شېنهوا نن راپور ورکړ چه د چېن د مالېی وزارت به د حکومت دملی بودجی نه دا پېسی د بندونو په جوړولو باندی خرڅ کړی تر څو په اېنده هم د سېلاب د خطر مخه ونېول شی.

د مئ په دولسمه نېټه په سېشوان ولاېت کی د سختی زلزلی نه وروسته زمکی راوښوېدلی او دبندونو د ړنگېدلو په سبب اوس په دغه ولاېت کی څلور دېرش جهېلونه جوړ شوی دی او دا خطر موجود دی چه ددی جملی نه ېې شاېد اته وېشت جهېلونه را خلاص شی او دشاو خوا کلی ېوسی.

د چېن حکومت تر اوسه پوری ېو لک پنځوس زره خلک د سېشوان ولاېت د بېچوان ولسوالئ نه وېستلی دي ځکه چه هلته دلززلی د ټکانونو په وجه تقرېبا داولېمپېک د لوبو د ابازئ د حوض په اندازه ېو قدرتی جهېل جوړ شوی دی.

توقع کېږی چه په څو ورځو کی نور سخت بارانونه وشی او ډېر امکان شته چه د دغه جهېل اوبه اوبهېږی او د بېچوان کلی وران کړی.

په عېن وخت کی نن د چېن حکومت اعلان وکړ چه د سېشوان د ولاېت په زلزله کی دوژل شوو خلکو شمار اته شپېته زرو ته ورسېده او شل زره خلک ورک دي.

XS
SM
MD
LG