د لاس رسي وړ اتصالات

د لبنان نوي جمهور رېس نن د پارلمان د وکېلانو سره سلا مشوره شروع کړه


د لبنان نوي جمهور رېس مېشل سلېمان نن د ملی ېوالی دحکومت دجوړولو لپاره د پارلمان د وکېلانو سره سلا مشوره شروع کړه.

ټاکل شوی ده چه ښاغلی سلېمان به د پارلمان د اکثرېت غړو دې غوښتنی ته ځواب ورکړی چه اوسنی صدر اعظم فواد سنېورا دې په خپل مقام باندی پاتی وی او نوی حکومت دې هم تشکېل کړی.

دېوه تازه راپور له مخی ښاغلي سلېمان پارلمان سره خپله سلا مشوره شروع کړی ده. ښاغلی سنېورا د سوری ضد دېوه پارلمانی بلاک مشری په غړه لری چه د کال پنځه دپاسه دوزره مېلادی نه تراوسه پوری صدراعظم دی.

جمهور رېس مکلف دی چه پارلمان د اکثرېت په خوښه باندی نوی صدر اعظم مقرر کړی، خو دحکومت په جوړولو کی به ډېری ورځی ولگېږی.

که څه هم چه په قطر کی دلبنان مختلفو سېاسی ډلو د سولې موافقه لاس لېک کړله خو اوس هم دسورې د طرفدارانو او مخالفانو په منځ کی تاوترېخوالی موجود دی.

د سه شنبی په ورځ دحزبالله وسله والو سړو په بېروت کی په خپلو مخالفانو باندی ډزی وکړی چه ېو لبنانی عسکر په کی ووژل شو. دلبنان پوځ څو کسان ددی پېښی په تعقېب ونېول.

XS
SM
MD
LG