د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهور رئیس به ژر استعفی ونه کړی


د پاکستان اردو دا خبره رد کړې چی جمهور رئیس پرویز مشرف به استعفی وکړی.

اردو او د ښاعلي مشرف یوه نطاق دواړو دا خبره رد کړې چی ښاغلی مشرف حتما استعفی کوی.

د پاکستان یوې ورځپاڼي په خپل یوه مضمون کی هغه آوازه را سپړلې چی وایی جمهور رئیس د یوه لوړ رتبه نظامي مامور سره د کتلو نه وروسته خپلي استعفی ته تیاري ښوولې ده.

دې اوازې د پاکستان په مالي مارکیټونو باندی تاثیر واچاوه او په تیرو ١٣ میاشتو کی تر ټولو ټیټي سطحي ته ورسید.

اردو وایی چی دا غونډه د عادي جریان یوه برخه وه او له دې کبله تاسف کوی چی هغه د ځینو کسانو له خوا په مطبوعاتو کی احساساتي بڼه غوره کړې ده.

د پاکستان پخواني صدر اعظم نواز شریف پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی ائتلافي حکومت موافقه کړې چی جمهور رئیس پرویز مشرف دي د قدرت نه لیري کړای سی.

XS
SM
MD
LG