د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د یو بس موټر د چپه کیدو له امله څوار لس کسان مړه شوي دي


چارواکي وایې لمړی برید د پولیسو په موټر د هلمند په مرکز لشکرگاه کې وشو او یو ملکی کس یې وواژه.

دویمه چاودنه د خوست په ولایت کې په هغه پوځي اډه کې وشوه چې افغان او بهرني ځواکونه پکې میشت دي.

چارواکي وایې برید کوونکي د ملي پولیسو په یونیفورم ځان سمبال کړی و او پوځي مرکز ته ورننوتی و.

په همدی حال کې افغان پولیس وایې دوی په بادغیس کې څلور وسله وال طالبان وژلي دي.

بلخوا، د پاکستان د حکومت او د وسله والو ملیشو چارواکي وایې د افغانستان پولی سره نژدی، په باجوړ سیمه کې، د وسله والو ملیشو په یو موټر کې سهواً یو لاسي بم الوتی او لږ تر لږه شپږ طالب وسله وال یې وژلي دي.

چارواکي وایې د لاسي بم چاودنه په موټر کې د نورو چاودنو سبب هم وگرځیده. د سیمې ځنی اوسیدونکي بیا وایې چې دا چاودنه د امریکایې ځواکونو لخوا د توغول شوي راکټ په وجه وه.

او د یو بل خبر په اساس، افغان چارواکي وایې نن چهارشنبې د هیواد په شمال ختیځ کې د یو بس موټر د چپه کیدو له امله لږترلږه څوارلس کسان مړه شوي او شاو خوا دوه پنځوس نور ټپیان شوي دي.

چارواکو وویل دغه بس موټر چې ډیر پکې ښځې او ماشومان سپاره وو، د بدخشان په غرنۍ سیمه کې په سفر روان و.

جمهور رئیس حامد کرزي پوځ ته امر کړی چې د هالیکوپترو په وسیله د پیښې ټپیان وژغوري.

XS
SM
MD
LG