د لاس رسي وړ اتصالات

تهران به ښایې د ملگرو ملتونو د اتومی انرژۍ د ادارې سره "خپله همکاري کمه کړي"


د ایران د پارلمان نوی مشر وایې تهران به ښایې د ملگرو ملتونو د اتومی انرژۍ د ادارې سره خپله همکاري کمه کړي.

علي لاریجانی لږه شیبه وروسته تر هغه چې نن د پارلمان د رئیس په توگه وټاکل شو، په خپله وینا کې یې وویل چې د اتومی انرژۍ د نړیوالې ادارې رپوټ غلط دی او د رسنیو سره مبهمه ژبه استعمالوي.

لاریجاني وویل که چیرته نوموړی اداره همدا دریځ اختیار کړي نو د ایران پارلمان به ددی ادارې سره د تهران همکاري محدوده کړي.

XS
SM
MD
LG