د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني جمهور رئیس، جیمي کارټر، بیا د حماس له مشرانو سره ولیدل


د امریکا جمهور رئیس یوه اونۍ له مخه د سولې د خبرو لپاره مینځني ختیځ ته سفر وکړ. خو له حماس سره چې دی یې ترهگره ډله بولي له خبرو څخه ډډه وکړه. پخواني جمهور رئیس، جیمي کارټر، بیا مصر او سوریې ته په خپل وروستي سفر کې د حماس له مشرانو سره ولیدل.

تېر کال د جون په میاشت کې د سختې جگړې په نتیجه کې حماس د فتح له مینځروې ډلې څخه غزه ونیوله او له هغه وروسته یې د غزې سرحد ته څېرمه په اسرائیلي سیمو راکټي بریدونه وکړل.

اوس اسرائیلي او امریکايي چارواکي وايي دوی به له حماس سره چې دوی ورته ترهگره ډله وايي، خبرې و نکړي. خو مصر او سوریې ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا پخواني جمهور رئیس جیمي کارټر د حماس له مشرانو سره ولیدل.

له امریکا غږ سره ښاغلي کارټر په دې چې سوله ولې په وروستیو کې په اسرائیل کې په شا تمبېدلې ده، داسې و ویل.

کارټر: "‎زما په فکر د دواړو هیوادونو حکومتونه له حماس او سوریې سره په خبرو نه کولو گرم دي. اسرائیل به هیڅ کله هم سوله تر هغو ونه ویني ترڅو کې له خپلو هغو گاونډیانو سره خبرو ته کښینې نه ني، له چا سره چې دوی اختلافات لري. نو زه باور لرم چې هلته زما ورتلل سم کا ر و." ‎

د جمهور رئیس کارټر سفر په اسرائیل او امریکا کې سخت انتقادونه را وپاره ول.

په شیکاگو کې د بدنامۍ خلاف سازمان چې یو یهودي سازمان دی، مشر لوني نساتېر وايي: "‎زه احساس کوم چې د دغو خبرو په نتیجه کې حماس قانوني جواز و موند."‎

کارټر: "‎زما سفر د هیچ چا د جواز او بې جوازۍ سبب نه دی جوړ شوی."‎

په ١٩٧٠ لسیزه کې د کارټر د حکومت ترټولو لویه لاسته راوړنه د مصر او اسرائیل ترمینځ د سولې لاسلیک کیدل و، چې تر اوسه پورې نه دی مات شوی. اوس کارټر له حماس سره د خبرو څو مثبتو نښو ته اشاره کوي او وايي چې له اسرائیل سره سولې ته د رسېدو اراده څرگنده وي.

کارټر: "‎یوه ورځ له هغه وروسته چې زه له سوریې بېرته ستون شوم، حماس اسرائیل ته په غزه کې د شپېتو ورځو د اوربند وړاندیځ وکړ، کوم چې اسرائیل رد کړ. په اسرائیل د حملو نه کولو او د اسرائیل په رسمیت پېژندل دواړه هغه شیان دي چې حماس ورته تیار دی‎"

خو د کارټر د سفر څخه یوه روځ وروسته حماس و ویل چې دوی به هیڅ کله اسرائیل په رسمیت و نه پېژني.

د یهودانو اې، ډي ایل موسیسه چې له مخه لا د ښاغلي کارټر څخه د هغه په کتاب ‏(‎‏فلسطین، سوله، نه نژادي تبعیض‏)‎‏ باندې خفه وه، وايي چې بیلا بیل پیغامونه دا څرگنده وي چې حماس سولې ته د رسېدو لپاره له زړه کار نه کوي خو د اسرائیل او په امریکا کې د ټولو یهودانو نظر توپیر لري.

د اسرائیل یو وتلې ورځپاڼې له کارټر سره په نه لېدو پر اسرائیلي حکومت سختې نیوکې وکړې. ورځپاڼې و ویل پخوانی جمهور رئیس کارټر ته د سولې د مخکښ په توگه په ډېره درنه سترگه کتل کیږي.

په جورج ټون پوهنتون کې د مینځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز یو تن کارکونکی نېتن برون وايي برسېره په دې چې په کارټر یې انتقاد وکړ د اسرائیل حکومت پخپله له حماس سره د خبرو لارې سنجوي.

برون: "‎یو داسې شی چې له حماس سره د کارټر په لېدنو د انتقاد بیخې برعکس دی، هغه دا چې اسرائیل له مخه لا له حماس سره خبرې کولې. دوی د مصر په منځگړیتوب دا خبرې کولې. د کارټر مینځگړیتوب نوی نه و. یواځینی شی چي نوی ور اضافه شو هغه ډیري ټلویزوني کمرې وې."‎

کارټر هوډ کړی چې د انتقادونو له کبله به دی په مینځني ختیځ کې د سولې لپاره هلې ځلې پرې نږدې. د هغه بل گام به دا وې چی د امریکا راتلونکی جمهور رئیس دې ته و هڅوي چې دې کار ته لومړيتوب ورکړي.

کارټر: "‎زما هیله دا ده چې راتلونکی جمهور رئیس به په لومړۍ ورځ د خپلې پرانستنې په وینا کې دا و وايي چې هغه اسرائیل او د هغه گاونډیانو ته د سولې د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې پیلوي."‎

XS
SM
MD
LG