د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو نړیوالې ډلې د چین، برما او امریکا پر حکومتونو سخت انتقادونه وکړل


نن چهارشنبې په ورځ د بشري حقوقو نړیوالې ډلې د چین، برما او امریکا پر حکومتونو سخت انتقادونه وکړل.

د بښنې نړیوالې ادارې نن په لندن کې په یو خبري کنفرانس کې د بشري حقوقو په اړه هغه کلنۍ رپوټ وړاندې کړ چې وایي په دوه زره اووم کال کې بشري حقوق تر پښو لاندې شوي دي.

په داسي حال کې چې د ملگرو ملتونو لخوا د نړیوالو بشري حقوقو د اعلامیې د تصویب شپیتم کال دی، د بښنې یا ایمنستي عمومي منشي ایرین خان وایي د نړی حکومتونه باید په تیرو شپیتو کلونو کې د بشري حقوقو نه د سرغړونې بښنه وغواړي.

د نړیوالې بښنې په رپوټ کې برما د بودایي راهبانو د ځپلو له امله، چین په خپل هیواد کې د بشري حقوقو نه د سرغړونې او په بهر کې د استبدادي رژیمونو په ملاتړ کولو او امریکا د پاکستان د جمهور رئیس پرویز مشرف د هغې اضطراري پریکړې په ملاتړ گرم بلل شوی دی چې پرویز مشرف د پاکستان قاضي القضات له دندې گوښه کړ.

د دوه زرم اووم په اړه ایرین خان وویل: ”زه چې د دوه زره اووم پیښو ته گورم، په برما کې د بودایي راهبانو عکسونه وینم، د تور رنگ کورتی په ځان پاکستاني وکیلان وینم، په ایران کې د ښځو د حقوقو مبارزینې وینم، او دې ټولو یوازي یوه غوښتنه وه یهني انصاف او عدالت.

د ایمنستي په رپوټ کې د امریکا نه گوانتانامو د زندان د بندولو غوښتنه هم شوي ده. د رپوټ د وړاندي کولو په غونډه کې جرمن الاصله ترکی مورات کورناز هم موجود وو چې پنځه کاله په گوانتانامو کې ساتل شوی وو. ده زما د ژوند پنځه کلونه په نوم یو کتاب هم لیکلی دی.

کور ناز د گوانتانامو د بندولو د غوښتنې په تائید وویل: ”په په گوانتانامو کې د نهو، دولسو، او څوارلس کلن ماشومان هم ولیدل او هغه هم په همدې توگه شکنجه کیدل او وهل کیدل. څو کاله په وړو وړو قفسونو کې بندیان ول. او تر ټولو ډیر عمر لرونکی یو بندي ١٠٥ کاله عمر درلود. گوانتانامو باید بنده شي."

د بشري حقوقو لایحه د کال ١٩۴٨ د دسمبر په لسمه تصویب شوي وه او دیرش مادې درلودې. د بشر د حقوقو دا اساسي سند د فرانسې د ماگنا کارتا او امریکا د حقوقو د قانون نه په الهام جوړ شوی وو. ۴٨ هیوداونو ددغې لایحې ملاتړ کړی وو او د روسي بلاک اتو هیوادونو په رایگیري کې د برخې اخیستو نه ډډه کړې وه.

دغه لایحه د مدني او سیاسي حقوقو په اساس بلل کیږي، د بشري حقوقو بله لایحه د اجتماعي، کلتوري او اقتصادي حقوقو په اړه ده او دریمه یې د خپلواکۍ، چاپیریال، او کلتوري تاریخ پوري اړه لري.

XS
SM
MD
LG