د لاس رسي وړ اتصالات

په سویډن کې د عراق په هکله کنفرانس پیل شوی


د عراق صدر اعظم نوري المالکي د هغه ملک په باب یو کنفرانس پرانیستی او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې د عراق پورونه وربخښي.

دغه کنفرانس د سویډن پاېتخت، سټاکهولم نه نږدې جوړ شوی. ښاغلي مالکي پدغه کنفرانس کې غوښتي چې عراق دې د هغه تاوان له ورکولو څخه معاف شي چې په ١٩٩٠ کال کې پر کویټ باندې د صدام حسین د حملې له کبله ورباندې ایښودل شوی دی.

پدغه کنفرانس کې د هغو ملکونو استازو گډون کړی چې د عراق د اقتصادي او سیاسي بیارغاونې د پنځه کلن پلان لپاره پیسې برابروي.

پر عراق باندې اکثره د سعودي عربستان او کویټ پورونه پاتې دي. ښاغلی مالکي وايي، دغو پورونو د عراق د بیارغاونې د هڅو په مخکې خنډ جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG