د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: ېوه ځان وژونکي د پولېسو په دفتر کى شپاړس تنه ووژل


د عراق چارواکى وايي ېوه ځان وژونکي د پولېس د تقرر په دفتر کې خپل ځان په بم والوزاوه. شپاړس کسه ېې مړه کړل او څوارلس ېې زخمى کړل.

د پولېسو او روغتون چارواکى وايي چې د سېنجر په شمال لوېدېځ ښار کې د پولېسو له خوانه په نوېو مقررشو و کسانو کى څوارلس تنه مړه شول اوپه پولېسو کې دوه تنه مړه شول.

د عراق په شمال لوېدېره برخه کې د امرېکا قواو په موصل کې د القاعده ١١ تنه افراطېان ووژل.

د امرېکا نظامى نطاق جگړن جان هال وايي گومان کېږى چې په نېول شوو کې ېو تن په عراق کې د القاعده ېو مهم مشر دى.

د چارشنبى په ورځ دامرېکا پوځ ووېل دوى په بغداد کې لس تنه شېعه ېاغېان ووژل. پوځ وايي چې دغه افراطېان په داسى حال کې ولېدل شول چې د سړک د غاړى ېوبم ېې ښخاوه او دنورو افرآطى فعالېتونو د کولو هڅه ېې کوله.

د امرېکا پوځ وايي دا افراطېان د ېوې خاصى ډلې غړى ول. د امرېکا پوځ دا اصطلاح هغو شېعه افرآطېانو ته استعمالوى چې په اېران کې روزل شوى وي.

خو اېران تل داتور ردوى چې دوى گوندى عراقى ېاغېان تربېه کوى.

XS
SM
MD
LG