د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو په درو نورو بندیانو باندي د تروریزم تور لگیدلی دی


د امریکا نظامي څارنوالانو د گوانتانامو د زندان په درو نورو بندیانو باندی د تروریزم تور لگولی دی . پنټگان پرون دغه درې مشکوک کسان غسان الشربي ، جبران القطاني او صفیان برهومي وبلل . الشربي اصلا د سعودي عربستان دی او په امریکا کی یې په الکټرونیک انجنیري کي تحصیلات کړي دي .

القطانی هم سعودی دی او برهومي د الجزایر دی . دغه درې تنه په دې ملزم شوي دي چی دسیسې یې جوړولې او تروریستانو ته یې مواد او سامانونه رسول او هغوی په افغانستان کی د القاعدې د روزني په کمپونو کی وو او ددې درس ورکړه سوی چی څنگه بمونه جوړ کړی او پر امریکا یې استعمال کړی .

XS
SM
MD
LG