د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر عراق ته سفر کړی


د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، برنارډ کوشنرعراق ته سفر کړی دی. ښاغلی کوشنر نن د شنبې په ورځ د عراق په جنوب ختیځ کې د ناصریان ښار ته ورسید.

له دې څو ساعته مخکې پر دغه ښار باندې افراطیانو د راکټ یو فیر کړی و. ټاکل شوې ده چې کوشنر به د عراق د صدراعظم له مرستیال، عادل عبدل مهدي سره خبرې وکړي. هغه به د عراق په شمالي ښار ایربیل کې د فرانسې د یوه ډیپلوماتیک دفتر د پرانیستنې پر سر له نورو عراقي چارواکو سره هم گوري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي، عراق ته یې د سفر اصلي هدف ددغه هیواد په بیارغاونه کې د فرانسې برخه اخیستل دي. د یوه بل خبر لمخې، په بغداد کې د امریکا په مشرئ ایتلافي قواوو نن وویل د یوې خاصې ورانکارې ډلې مهم مشر یې نیولی دی. ایتلافي قواوې د ”خاصو ورانکارو” کلمه په عراق کې د هغو شعیه یاغیانو لپاره استعمالوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG