د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا دری توغندی ازمایښت کړل


جنوبی کوریا وائې، شمالی کوریا د خپل لویدیځ ساحل په لور دلنډواټن دری توغندی توغولی دی .

دجنوبی کوریا خبری اژانس ‏(‎یون هاپ ‏)‎ نن دشنبی په ورځ وویل، دغه توغندی پرون دجمعی په ورځ دشمالی کوریا دپائتخت پیونگ یانگ لویدیځ پلوته تقریبآ په څلویښت کیلو متری کې دزیړسمندرگی په ساحل کې ولگیدل. خبری اژانس یون هاپ دحکومتی منابعو له قوله وائې، دغه ازمایښت دنظامی تطبقاتو یوه برخه وه چې دشپږڅلویښتو کیلومتری په واټن له یو کشتی نه بلی کشتی په لور توغول کیږی .

دشمالی کوریا سمندری قواو له کشتی نه دبلی کشتی په لور دمارچ په ٢٨ نیټه دری توغندی توغولی وو چې دجنوبی کوریا حکومت داسی گڼل چې دا دمنظمو نظامو تطبیقاتویوه برخه ده چې ددغه ټاپو وزمه په لویدیځ ساحل کې سرته رسیدلی وو. دسپینی ماڼۍ نطاق ‏(‎گورډون جاندرو ‏)‎ دمارچ دمیاشتی ازمایښت غیرتعمیری وباله او له شمالی کوریانه ئې وغوښتل چې دازمایښت په ځای دی خپله پاملرنه دی اتمی بی وسلی کولو ته واړوی .

XS
SM
MD
LG