د لاس رسي وړ اتصالات

دنیپال پخوانی پادشاه به شاهی ماڼۍ  خالی کړی


لوړ رتبه ماموران وائې، دنیپال پادشاه به دهیواد پریکړی ته غاړه کیږدی چې شاهی رژیم ئې ړنگ کړاو دی به په کټمنډو کې شاهی ماڼۍ خالی کړی. پادشاه گیانندرا په شاهی ماڼۍ کې همداسی اوسیده ، که څه هم چې دنیپال دمؤسسانو جرگی دچهارشنبی په ورځ ‏ په ‏(‎٥٦٠ ‏)‎ موافقو او څلورو مخالفو رایو سره ‏(‎٢٣٩ ‏)‎ کلنی پادشاهی نظام ته خاتمه ورکړه .

دمطبوعاتو ننی رپوټونه وائې، له قدرت نه ایسته شوی پادشاه تیاری نیسی چې له شاهی ماڼۍ نه اووځی مگر وائې،دکورپه پیداکولو کې دی ورسره مرسته وشی . پارلمان پرون دجمعی په ورځ له قدرت نه لیری شوی پادشاه ته رسمی امروکړ چې په دو هفتو کې له شاهی ماڼۍ پریږدی . دوی وائې، دغه قصر به په موزیم باندی بدل شی . رپوټونه وائې، دقصر په شاوخوا کې کلک امنیت نیول شویدی .

دپنجشنبی په ورځ دپولیسانو او مظاهره چیانو ترمنځ نښتی شوی وی . په دغونښتو کې لږترلږه پنځه تنه زخمیان شوی وو. مظاهره چیانو غوښتل چې پخوانی پادشاه دی سمدستی شاهی قصر پریږدی .

XS
SM
MD
LG