د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال اباد کې په نظامی کتارباندی یو ځانمرگی برید شویدی


په افغانستان کې دناټوماموران وائې دائتلاف څلورعسکر دبم په هغه چاودنه کې زخمیان شویدی چې هدف ئې د افغانستان په ختیځ کې نظامی کتارو.

د ناټو په مشری د بین المللی امنیت دمرستی قوا وائې، نن دشنبی په ورځ دغه عمل په جلال اباد کې شویده.

افغان مامورانو وویل دا یو ځانمرگی برید ؤ او دننگرهار والی وویل لږترلږه یوخارجې عسکر په دغه حمله کې وژل شویدی.

افغان امنیتی قواو پرون د جمعی په ورځ په مرکزی افغانستان کې لیری پروت ښارگوټی بیرته له طالبانونه ونیوچې دیوڅو ساعتولپاره یې نیولی و.

ماموران وائې افغان قواو پرون دجمعی په ورځ له ډیر لږ مقاومت نه وروسته دغه ښارگوټی چې دغزنی ولایت د رشیدان په ولسوالې کې دی ، بیرته ونیو.

دوی وائې دمحلی دحکومت دمشر او لږترلږه دپولیسو داتو صاحب منصبانو سرنوشت تراوسه پوری ندی معلوم چې د پنجشنبی په ورځ طالبانو ددغه ښارگوټی د نیولوپه وخت کې ځان سره بیولي دي.

امریکائې ماموران اندیښنه لری چې په افغانستان کې دځینی تاوتریخوانتیجه داده چې پاکستان ونشوکړای چې دسرحد په اوږدو کې افراطیان وځپی .

دپاکستان حکومت دهغو افراطیانو سره دسولی خبری کوی چې دطالبانو او القاعدی سره ارتباط لری او ددی میاشتی په سرکې ئې دصوبه سرحد دصوات په ناوه کې دافراطیانو سره موافقه کړی وه .

دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټز پرون دجمعی په ورځ وویل، دپاکستان نوی حکومت زیات وخت ته ضرورت لری چې دافراطیانو سره په مؤثره توگه چال چلند وکړی.

هغه وویل، ترڅوپوری چې دپاکستان دنویو ملکی مشرانو پښی ځمکې ته نوی ورغلی ترهغې پوری دوی هغه گواښ په بشپړ توگه نشی سنجولی چې چې افراطیانو مخامخ کړیدی .

XS
SM
MD
LG