د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي تیم اتل شو


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، د بریطانیا په جرسي ټاپو کې، جرسی کرکت تیم ماتې ورکړه.

د افغان تیم د کوچ تاج ملک د پاره دا د بری نه لویه لاس ته راوړنه وه.

هغه وویل: "دا زما ملت ته چی یوازی یی جنگ لیدلی دی، یو سوغات دی. اوس به زمونږ خلک په کابل کې ددی کپ په تر لاسه کولو خوشحالي وکړي."

هغه زیاته کړه چی دا د افغانستان د پاره یوه تاریخي ورځ ده.

په وروستیو شپږو کلونو کې په افغانستان کې د کرکټ لوبې خورا زیات مینه وال پیدا کړي. دا لوبه اوس رسمي ده او افغانستان د کرکټ ملي لوب ډله هم لري چې په ډیرو بهرنیو سیالیو کې بر یاليتوب تر لاسه کړی.

په جرسي کې د کرکټ دغه ټورنمنت چې د کرکټ د نړیوال فیډریشن یا ای سي سي له خوا په لار اچولی شوی، د دوه زره او یولسم کال د نړیوال کپ سیالیو ته درسیدو لپاره پنځم پړاو دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په کار و چې په دغه ټورنمنټ کې لومړی یا دو هم مقام ترلاسه کړي، تر څو نړیوالو سیالیو ته یې لاره اسانه شي.

دا لوبه په لومړي وار څه باندې سل کاله وړاندې د کابل په بالاحصار کې د وخت د بریطانوي امپراتورۍ د هند دوچې سیاسي استازی مکناټن هم کړی.

تاج ملک د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کوچ وایی: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم ډیره ځوانه ده، ولې تر اوسه یې په ۳۷ بهرنیو سیالیو کې څلور دیرش یې ګټلي، خو تر ټولو لویه بریا یې تیر کال په کویټ کې د اسیايي هیوادونو په شل اوریزو لوبو کې بریالیتوب وو، چې ډغه لوبډله یې ډیره وځلوله.

XS
SM
MD
LG