د لاس رسي وړ اتصالات

د دیموکرات گوند چارواکو موافقه وکړه چې د کاندیدانو ترمنځ سیالي ختمه کړي


په امریکا کې د دیموکرات گوند چارواکو د شنبې په ورځ موافقه وکړه چې ددی گوند د کاندیدانو ترمنځ اوږده جنجالي سیالي ختمه کړي.

دوی وی دغه مسله ښایې د نومبر میاشت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ددی گوند د بري چانس کم کړي.

د دیموکرات گوند ملي کمیټه په مشیگن او فلوریډا ایالتونو سره د نیمو رایوپه ورکړې هوکړه وکړه کوم چې د کاندیدو په مبارزه کې پر مخکښه کاندید بارک اوبامه د مبارزې په برقراره ساتلو یې ډیر اغیز کړې.

دی مسلې د هلري کلنتن پلویان په غصه کړل چې د هلری رقیب د وړاندې د دیموکرات گوند څخه په تاریخي توگه د جمهوري ریاست لپاره لمړی تور پوستې کاندید فکر کړي.

دغه تحلیل د استازو شمیر زیات کړاو د کاندیدو لپاره یې تقریباً ٢١١٨ استازي خپل کړل او یوازې ٦٦ نور پاته دي، مگر هغه به هم د نژدی لمړیو درې وروستیو انتخاباتی مبارزو په درشل کې په راتلونکو درې ورځو کې معلوم شي.

دا موافقه هغه وخت وشوه چې د کمیټې غړو د دری ساعتونو لپاره په خپل منځ کې سره خبرې وکړې .دا نظریه په نا مرتبه توگه اعلان شوه چې د گوند دننه یې په منقسمو استازو سخت اغیز وکړ.

د میرمن کلنتن پلویانو اصرار کوو چې اوبامه باید په مشیگن کې تر هغه وروسته د هیڅ یو استازي رایه وانخلی چې په انتخاباتي پاڼو کې یې د خپل نوم لیکلو ډډه کړی.

او هلري باید د ٧٣ متعهدو او ٥٥ غیر متعهدو استازو رایه لاسته راوړي. خو د اوبامه ډلې اصرار کړی و چې مجموعي استازي دی په دوه بر خو تقسیم شي چې هر یو ٦۴ کیږي او انتخابات دی ترسره کړي.

کمیټې د مشیگن د دیموکراتو استازو د وړاندیز سره موافقه کړی وه چې تقسیمات په مختلفه توگه یعنې میرمن کلنتن ته به ٦٩ استازي ځانگړې شي او د اوبامه لپاره به ٥٩.

د شوی پریکړې له مخې به په همدې اوړی کې هر استازې په دینور کی د گوند په ملي کنوانسیون کې نیمه رایه ولري.

دا موافقه د اتو په مقابل کې په نونلسو رایو ومنل شوه. په مشیگن کې اوبامه د خاصو استازو په گډون ټول ٣٢ استازي خپل کړل او په فلوریډا کې یې ٣٦ استازي خپل کړل.

خو میرمن کلنتن په مشیگن کې د خاصو استازو په گډون ٣٨ او په فلوریډا کې ٥٦ اعشاریه ٥ استازي خپل کړل. تراوسه په مجموعي توگه په گوند کې دننه د اوبامه رایه ٢٠٥٢ او د میرمن کلنتن ١٨٧٧ اعشاریه پنځو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG