د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر، رابرت گیتس: برما یو جنایت کړی دی


د امریکا د دفاع وزیر، رابرت گیتس ویلی چی برما د طوفان ځپلو لپاره د مرستی رسولو په چارو کی د بی غوری کولو له امله، یو جنایت کړی دی.

ښاغلی گیتس نن له هغه وروسته چی په سینگاپور کی یی په یوی امنیتی غونډی کی د برخی اخیستو ورورسته ینکاک ته د تگ په وخت کی خبریالانو ته وویل که چیری د برما پوځی گر حکومت په خارجی مرستو لگول شوی بندیزونه لیری نه کړی، نو د دی احتمال شته چی د برما په طوفان ځپلو سیمو کی به نور خلک هم خپل ژوند د لاسه ورکړی.

ښاغلی گیتس چی مخکی یی ویلی و چی په نړیوالو مرستو باندی د برما د حکومت د لگول شوو بندیزونو له کبله په لس گونوزره خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه اوس وایی چی امریکا به ژر په دی هکله پریکړه وکړی چی خپلی څلور کښتتی به د برما د ساحل نه چی د مرستی لپاره چمتو ولاړی وی راوباسی.

XS
SM
MD
LG