د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په کابل کی تود هرکلي سره مخ شوه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کابل هوايي ډګر ته له رارسیدو سره سم د ګڼو پلویانو له تود هرکلي سره مخ شوه.

د کرکټ لوبډلې اتلو لوبغاړو ته اتڼونه وشول او د ګلونو امیلونه یې په غاړه کې ور واچول شول. د کرکټ لوبغاړي د سلګونو خلکو په بدرګه له هوايي ډګر نه تر غازي لوبغالی پوری بدرګه شول.

د کرکټ د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په تیره بیا د وروستۍ سیالۍ ستوری اتل هستي ګل عابد زیات ونازول شو. هغه د جرسي په وړاندې غوره لوبه وکړه او خپل هیواد یې بریالی کړ.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د کرکټ د ملي لوبډلې بریا ستایلې او ټول ملت ته یې مبارکي ورکړې. په غازي لوبغالي کې ورته په رسمي ډول مراسم ترتیب شوي وو.

پدی مراسمو کې د حکومت د چارواکو د ګډون برسېره دولسي جرګې غړو او په کابل کې د اسټرالیا سفیر هم برخه اخیستې وه.

د ولسمشر کرزي سلاکار او د کرکټ د فدراسیون مشر، شهزاده مسعود وویل چې لوبډلې یې بې ساری بری خپل کړی.

د افغانستان د کرکټ دملي لوبډلې روزونکی یا کوچ تاج ملک اشنا تلویزیون ته وویل چی هیڅ باور یې نه راځي چې دومره ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG