د لاس رسي وړ اتصالات

د اتومي انرژئ نړیواله اداره له ایران نه بشپړ معلومات غواړي


د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ویانا کې یو پنځه ورځنۍ غونډه پیل کړې ده. پدغه غونډه کې د ایران د اتومي فعالیتونو په باب بحث کیږي او پر هغو شکونو باندې غور کیږي چې وايي سوریې د یوه اتومي بټۍ د جوړولو کوښښ کړی دی.

ایران ټینگار کوي چې اتومي پروگرام یې د سوله ئیزو هدفونو لپاره دی او وايي د تهران په باب د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څارنې د ادارې د انتقادي رپوټ له خپرېدو وروسته کیدای شي له دغه ادارې سره خپله همکاري محدوده کړي.

د نړیوالې اتومي انرژئ د ادارې په رپوټ کې چې تیره هفته خپور شو، ویل شوي چې ایران د هغو شکونو په ځواب کې کافي شواهد ندي وړاندې کړي چې وايي تهران د اتومي وسلې د جوړولو کوښښ کړی دی.

د ملگرو ملتونو د اتومي انرژئ د څارنې د ادارې رئیس، محمد البرادعي د دوشنبې د ورځې په غونډه کې همدارنگه پر اسرائیلو او متحده ایالتونو ددې لپاره انتقاد وکړ چې د سورېې د مشکوک اتومي ریکتور په باب یې استخاباراتي معلومات له دغى ادارې سره نه دي شریک کړي او پر هغه ځای باندې یې مخکې له دې چې د اتومي انرژئ د ادارې لخوا وڅارل شي، حمله کړې ده.

محمد البرادعى دخپل مدېره هېئت پنځه دېرش کسېزې ډلى ته ووېل چې دا تاسف وړخبره ده چې په ېو طرفه ډول له قوت نه کار اخېستل شوېدى مخکى له دېنه چې دغى ادارى ته دا فرصت په لاس ورکړل شوى وى چې په سورېه کې ددغى مسلى په برخه کې حقاېق تثبېت کړى.

د ملگرو ملتونو دا ټومى اېنرژى مفتشان به دغه ځاى چې تېرکال د اسراېېلو الوتکو په سېپمتمبر کې تخرېب کړ وگورى.

XS
SM
MD
LG