د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: د دیموکرات گوند کاندیدان، د مقدماتي انتخاباتو وروستئ مرحلې ته تیاری کوي


د متحده ایالاتو د دیموکرات گوند سناتوره هیلري کلنټن او سناتور بارک اوباما د جمهوري ریاست کاندیدئ ته د رسیدو لپاره د مقدماتي انتخاباتو وروستئ مرحلې ته تیاری نیسي.

هیلري کلنټن پرون د پورټوریکو ایالت مقدماتي انتخابات وگټل، خو لا تر اوسه له خپل سیال، بارک اوباما نه وروسته ده.

ښاغلی اوباما د دوه زره- ١١٨ استازو د رایو گټلو ته ضرورت لري چې د خپل گوند له لوري د جمهوري ریاست کاندیدئ ته پرې ورسیږي.

د اوباما د انتخاباتي مبارزې مسئولین وايي، دوی باور لري چې په دې هفته کې د جنوبي ډکوټا او مونټانو په آیالتونو کې له مقدماتي انتخاباتو وروسته به د ضرورت وړ د استازو رایې وگټي.

په دغو دواړو ایالاتونو کې د سه شنبې په ورځ مقدماتي انتخابات تر سره کیږي. د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي نومبر په میاشت کې تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG