د لاس رسي وړ اتصالات

د ایدوارد کندی د مغز عملیات نن د دوک پوهنتون کی کیږی


د امریکایی سناتور ایدوارد کندی د دفتر نه یوه خپره شوی اعلامیه وایی نن به د شمالي کارولینا دایالت په پوهنتون دوک یونوورستی کی پر هغه باندی د مغز عملیات تر سره شي.

د امریکا د پارلمان دغه شپږ اویا کلن غړی دوه اونی مخکی روغتون ته یوړل شو چی هلته داکترانو پکی مغزی سرطان تشخیص کړ.

بل پلو، مامورین وایی پرون د امریکا د کالفورنیا د ایالت په لوی ښار د لاس انجلس مشهورې سیمې یو نو ویرسال ستودیو ته نږدی، اور ولگید چی له امله یی د فلمونو د ننداری څو څو سینماگانو ته چی پدی شپو ورځو کی د کینگ مانگ فلمونه پکی ننداری ته وړاندی کیدل، مالی تاوان رسیدلای.

د لاس انجلس د ښار د اطفاییی یوه مامور وویل د اور له امله یوه ماڼۍ په بشپړه توگه سوې او د فلمونو درول شوی اعلانونه هم له منځه تللی دی.

دوی زیاتوی چی د لوی ساعت ماڼۍ چی د راتلونکی په لور د فلم مهمه برخه وه هم ددی اور له امله زیانمنه شویده.

XS
SM
MD
LG