د لاس رسي وړ اتصالات

نورى المالکى بلى شنبى ته اېران ته سفر کوى


د عراق چارواکى او دولتى مطبوعات وايي صدر اعظم نورى المالکى به ددى راتلونکى شنبى په ورځ د دوه اړخېزو خبرو لپاره اېران ته سفر وکړى.

ددغو خبرو اجنډا نده تصدېق شوى خو نطآق على الدباغ روېټر ته ووېل په ټولو مساېلوباندى به خبرى وشى.

له هغه وخت رهېسى چې امرېکا پر عراق ېرغل کړېدى او د عراق پخوانى مشر صدام حسېن ېې له قدرت نه وغورځاوه او په بغداد کې د شېعه گانو اکثرېت حکومت منځته راغى داېران اوعراق اړېکى له ېوبل سره ښې شوېدى.

خو داېران اوعراق اړېکى په دې باندى لانجمنى شوېدى چې پر اېران دا تورونه لگول کېږى چې په عراق کې شېعه ملېشو ته وسله ورکوى او په هغه هېواد کې ناکرارېو ته لمن وهى.

خو اېران له ېنه انکار کوى چې دعراق په کورنېو چارو کې لاسوهنه کوى.

XS
SM
MD
LG