د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلو صدر اعظم امریکا ته راغلی


د اسرائیلو صدر اعظم، ایهود المرت امریکا ته په یوه درې ورځني سفر واشنگټن ته راورسید. پر دغه سفر باندې پر المرت د فساد تورونو سوری غوړولی دی.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی المرت نن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې کنډولیزا رایس او د اسرائیلو د طرفدارې ډلې ‏(‎‍ایپاک‏)‎ له مشرانو سره وگوري.

هغه به سبا له جمهور رئیس جورج بوش سره خبرې کوي. د اسرائیلو رهبر به د فلسطینیانو او اسرائیلو تر منځ د سوله پر خبرو او د ایران د اتومي پروگرام په باب وغږیږي.

اسرائیلو ورځپاڼو همدارنگه خبر خپور کړی چې ښاغلی المرت به له امریکا څخه د یوې پرمختللي رادار سیستم او نویو جنگي طیارو غوښتنه وکړي.

دا به امریکا ته ددغه اسرائیلي رهبر وروستی سفر وي. له ښاغلي المرت څخه د هغه تورونو په باب تحقیق کیږي چې د له یوه امریکايي سوداگر نه رشوت اخیستی دی.

ښاغلي المرت ویلي، د خپلې دوسیې له آمله به څوکۍ پرې نږدي.

XS
SM
MD
LG