د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولېس د ډنمارک پر سفارت باندى برېد کوونکېو پسى گرځى


د پاکستان چارواکى دهغه موټر بم د چاودنى تحقېقات کوى چې ددوشنبى په ورځ دډنمارک د سفارت نه بهر په اسلام اباد کې وچول شو او اته کسان ېې ووژل.

په دغه چاودنه کې تر پنځووېشتو نه زېات کسان زخمى شول. دغى چاودنى د سفارت بهرنى دېوال ونړاوه او د سفارت امنېتى پوسته ېې هم ونړوله.

تر اوسه پورې هېچا ددغى حملى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى خو دا شک موجود دى چې القاعده او ېادهغوى سره انډېوالى ډلى ښايي دا کار کړى وي.

د ډنمارک صدراعظم اندرېس فاراس موسېن دغه حمله وغندله او وې وېل چې ډنمارک به ترورېستانو ته تسلېم نشى او نه به خپلې خارجى او امنېتى پالېسى بدلى کاندى.

د پاکستان خارجه وزېر محمود قرېشى هم دا حمله وغندله او د تلفاتو له امله ېې خواشېنى څرگنده کړه. د امرېکا جمهور رئېس جورج بش د خپلې خواخوږى پېغام قربانېانو او دهغوى کورنېو ته ورساوه.

ډنمارک ته د ترورېستى حملو گواښونه ځکه کېږى چې د ډنمارک څو ورځپاڼو د تېرې فبرورى په مېاشت کې هغه کارتونونه خپاره کړل چې د اسلام پېغمبر ېې له داسى پټکي سره ښوده چې بم ته ورته و.

په اوله کې دا کارتونونه په ٢٠٠٥ مېلادى کال کې خپاره شول او په ټوله اسلامى نړۍ کې ېې له تشدد نه ډکې مظاهرى پېل کړى ځکه چې دغو کارتونو نو ته د اسلام د سپکاوى او توهېن په سترگه کتل کېدل.

XS
SM
MD
LG