د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران لوی رهبر خامنه ئي ژمنه کوي چې خپل اتومي پروگرام به پر مخ بیايي


د ایران مشر رهبر، آیت الله خامنه يي وايي چې هیواد به یې د خپلې اتومي انرژئ له پراخولو څخه لاس وانخلي.

آیت الله خامنه يي دغه خبرې نن د ایران د انقلابي رهبر، آیت الله روح الله خمیني د مړینې د پنځلسمې کالیزې په اړه، یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې چې پر حکومتي تلویزیون باندې ژوندئ خپریدې.

خامنه يي هغه تورونه رد کړل چې وايي ایران اتومي وسله جوړوي، او زیاته یې کړه چې دغه وسله اوس د استعمال ځای نلري.

هغه وویل ایران غواړي چې د سوله ییزو هدفونو لپاره خپل اتومي قدرت زیات کړي. له دې یوه ورځ مخکې د ملگرو ملتونو د اتومي انرژئ د ادارې رئیس محمد البرادعي له ایران څخه وغوښتل چې د خپل اتومي پروگرام په باب زیات معلومات ورکړي.

ایران ویلي، د تهران په باب د ملگرو ملتونو د اتومي انرژئ د ادارې د انتقادي رپوټ له خپرېدو وروسته کیدای شي له هغې ادارې سره خپله همکاري راکمه کړي.

XS
SM
MD
LG