د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشران د خوراکي موادو پر نړیوال کړکېچ خبرې کوي


د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو د ادارې رئیس وايي په غربي هیوادونو کې د چاغو خلکو د مړولو لپاره په میلیاردونو ډالر مصرفیږي، خو د نړۍ په نورو برخو کې په میلیونونو خلک له قحطۍ سره مخ دي.

د خوراکي موادو په باب په هغه کنفرانس کې چې نن پیل شو، جکوز ډیوف وویل، له اندازې نه په زیات خوراک باندې هر کال ٢٠ میلیارد ډالره مصرفیږي او ١٠٠ میلیارد ډالره نور په له وخت نه مخکې مړینې او له دې سره تړلو ناروغیو باندې مصرفیږي.

په دغه درې ورځنی کنفرانس کې چې د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو او کرڼې د ادارې له خوا د ایټالیې په پایتخت، روم کې جوړ شوی، د نړی ډیرو رهبرانو گډون کړی دی.

د ملگرو ملتونو سرمنشي، بان کیمون د کنفرانس گډون کوونکو ته وویل چې تر ٢٠٣٠ کال پورې باید د خوراکي موادو تولید ٥٠ فیصده زیات شي تر څو زیاتیدونکې اړتیا پوره کړي.

ښاغلي کیمون همدارنگه پر ملکونو غږ وکړ چې پر خپلو صادرات باندى محدودیت او د قیمتونو کنترول بند کړي. هغه وویل، دا کار په بازارونو کې د قیمتونو د لا لوړوالي سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG