د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د افغانستان حکومت د پارېس دغونډې لپاره پوره تېارى کړى دى


د نړیوال بانک مرستېالې میرمن انګوزي اکونجو نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دافغانستان حکومت دپاریس غونډی لپاره پوره تیاری نیولی.

هغې وویل چې حکومت به د پاریس په غونډه کې نړیوالې ټولنې ته خپله پنځه کلنه ستراتیژي وړاندي کړي.

نوموړی وویل دا ستراتیژي بشپړه ده او د دولت، مدني ټولنې او خصوصي سکټور د ۱۷۰۰ استازو په مشوره جوړه شوی.

میرمن انګوزي خبریالانو ته وویل چې په تیرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې زیات کارونه شوي. هغې د ملي پيوستون دپروګرام ستاینه وکړه.

دا ډول نوموړي د دولت په ادارو کې د اداري هغې و ویل چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره باید عملي او قوي ګامونه واخیستل شي.

میرمن انګوزي وویل چې نړیوال بانک په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې په فعالیت بوخت دی او ۳۷ پروژی یې تمویل کړي.

هغې زیاته کړه نړیوال بانک ۱،۶۶ ملیارده ډالرو په ارزښت افغا نستان سره ژمنه کړی چې ۱،۲ ملیارده ډالره یې وړیا ده او پاتې نوره یې بې ګټې پورونه دي.

د نړیوال بانک دی مرستیالې افغانستان ته د دری ورځنی سفر په ترڅ کې له جمهور رئېس کرزی او نورو چارواکو سره لیدلي.

هغې بامیانو ته هم سفر کړی او هلته یې دنړیوال با نک پروژی له نیږدی لیدلي. میرمن انګوزي اکونجو به د پاریس په غونډه کې د نړیوال بانک په استازۍ هم برخه اخلي چې د روانې میاشتې تر نیمايي پوری. جوړیدونکی دی.

XS
SM
MD
LG