د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو پخوانی قومندان وايي بوش له ایران سره جگړه نه غواړي


د امریکا د مرکزي پوځي قومندانۍ پخواني قومندان ویلي، دی فکر کوي چې جمهور رئیس بوش له ایران سره جنگ کول نه غواړي.

د سمندري قواوو متقاعد جنرال ویلیام فالن نن له سي.این.این تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې امریکا باید له ایران سره قوي او ثابت چلند وکړي خو د خبرو لاره باید پرانیستې پریږدي.

]جنرال فالن په تیر مارچ کې د منځني ختیځ، ختیځې افریق او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د پوځي قومندانۍ له مشرئ څخه لرې شو.

د جنرال فالن له استعفا مخکې، په مطبوعاتو کې د هغه یوه داسې مرکه خپرې شوه چې ښيي چې دی د ایران په باب د بوش د پالیسو مخالف دی.

خو د دفاع وزیر رابرټ گیټس او جنرال فالن دواړو دا ادعاوې رد کړي چې فالن په زوره له څوکۍ نه لرې کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG