د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ مشران د خوراکي موادو پر نړیوال بحران خبرې کوي


د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو د ادارې رئیس وايي په غربي هیوادونو کې د چاقو خلکو د مړولو لپاره په میلیاردونو ډالر مصرفیږي، خو د نړۍ په نورو برخو کې په میلیونونو خلک له قحطۍ سره مخ دي.

د خوراکي موادو په باب په هغه کنفرانس کې چې نن پیل شو، جکوز ډیوف وویل، له اندازې نه په زیات خوراک باندې هر کال ٢٠ میلیارد ډالره مصرفیږي او ١٠٠ میلیارد ډالره نور په له وخت نه مخکې مړینې او له دې سره تړلو ناروغیو باندې مصرفیږي.

په دغه درې ورځنی کنفرانس کې چې د ملگرو ملتونو د خوراکي موادو او کرهڼې د ادارې له خوا د ایټالیې په پایتخت، روم کې جوړ شوی، د نړی ډیرو رهبرانو گډون کړی دی.

د ملگرو ملتونو سرمنشي، بان کیمون د کنفرانس گډون کوونکو ته وویل چې تر ٢٠٣٠ کال پورې باید د خوراکي موادو تولید ٥٠ فیصده زیات شي تر څو زیاتیدونکې اړتیا پوره کړي.

ښاغلي کیمون همدارنگه پر ملکونو غږ وکړ چې پر خپلو صادرات محدودیت او د قیمتونو کنترول بند کړي. هغه وویل، دا کار په بازارونو کې د قیمتونو د لا لوړوالي سبب کیږي.

د رومن کاتولیک عیسويانو رهبر، پاپ بنډیکټ په خپل یوه پیغام کې د غونډې گډون کوونکو ته ویلي چې لوږه او د خوراکي موادو کمی په داسې یوه نړۍ کې ورته د منلو وړ نه دی چې منابع او پوهه دغه بحران حل کولای شي.

XS
SM
MD
LG