د لاس رسي وړ اتصالات

ماېکل مولن، په اسلام اباد کی د پاکستان د پوځ د لوړ رتبه قوماندانانو سره ملاقات وکړ


په اسلام اباد کی د امرېکا د سفارت ماموران واېې چه نن د امرېکا د پوځ قوماندان امېر البحر، ماېکل مولن، په اسلام اباد کی د پا کستان د پوځ د لوړ رتبه قوماندانانو سره ملاقات وکړ.

او هغوئ سره ېې د ټیروریزم په خلاف د مشترکی عسکری همکارئ په باب خبری اتری وکړی. د امرېکا د سفارت ېوې وېاندې الېزابت کولټن ووېل چه ماېکل مولن د پاکستان د پوځ د لوی درستېز جنرال اشفاق کېانی سره نن دوهم ځل لپاره وکتل.

امېرالبحر ماېکل مولن د سه شنبی په ورځ پاکستان ته رسېدلی ؤ. نوموړي د پاکستان د ملی امنېت د مشارو محمود علی درانی سره هک خبری وکړی او د امنېت او سېمه اېزو مساېلو په باب ېې ورسره مذاکرات وکړل.

مگر د سفارت وېاندې ووېل د امرېکا د پوځ د سترو درستېزانو د کمېسون رېس پلان نه لری چه د جمهور رېس پروېز مشرف سره هم ملاقات وکړی، ځکه چه دا صرف ېو نظامی سفر دی چه ېواځی د پوځېانو سره په کی ملاقاتونه کوی.

په روان کال کی دا پاکستان ته مولن درېم سفر دې چه کوی ېې. د امرېکا د استخباراتو مامورېن په دی باور دي چه القاعدی خپل ځان د افغانستان او پاکستان تر منځ د قباېلی سېمو په اوږدو کی پېاوړی کړی دی او امرېکا پاکستان په روان جنگ کی خپل ېو مهم ملگری گڼی نو ځکه دا سفرونه خاص اهمېت لری.

XS
SM
MD
LG